خيبر پښتونخوا کې پر زانګوګانو بنديز زده کوونکي له کړاو سره مخامخ کړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خیبر پښتونخوا حکومت په غرنیو سیمو کې د سفر لپاره پر زانګوګانو بندیز لګولی دی. دا ګام له هغه وروسته واخیستل شو چې د بټګرام ضلعې په الايي سیمه کې د اګست پر ۲۲مه د سکول اووه ماشومان او د هغوی یو ښوونکی د زانګو د یو مزي پرې کېدو له کبله پکې بند پاتې شول. د دې سکول ماشومان وايي د زانګو بندېدو پر اوږده سفر مجبور کړي دي. نور حال د رویټرز خبري اژانس په دې راپور کې: