ولسمشر زېلېنسکي وايي په پوځي ګومارنو کې د اداري فساد مخنیوي هڅه کوي

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي: انځور له ارشیفه

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د اګست پر ۳۰مه په خپلې شپې مهال ویډیويي وینا کې وویل چې چارواکي به د هغه هېواد د پوځي خدماتو لپاره د نارینوو په مسوده کې د اداري فساد مخه ونیسي.

زېلېنسکي د روانې اګست میاشتې په پیل کې د اداري فساد پر ضد د اقدام په لړ کې د اوکراین د سیمه يیزو پوځي ګومارنو د مرکزونو ټول مشران له دندو ګوښه کړي ول.

نوموړي د اګست پر ۱۱مه ويلي وو چې د ګومارنو مرکزونو بیاکتنې د مسلکي ناوړه ګټه اخیستنې نښې په ګوته کړي دي چې له غیرقانوني بډاينې څخه نیولې د جګړې له کبله پر بندېز سربېره له اوکراين دباندې د وړ سړيانو (نارينوو) لېږدول شامل دي.