اسلام اباد کې يوې افغانې نجلۍ په مبینه توګه ځان وژلی دی

دا په اسلام اباد کې د افغان ښځو د طالبانو د حکومت پرضد د مظاهرې انځور دی چې د ۲۰۲۳ز کال اکست پر ۱۵ اخيستل شوی وو.

د پاکستان پلازمينه اسلام اباد کې يوې افغان کډوالې په مبینه توګه د ودانۍ له پینځم پوړه ځان غورځولی او مړه شوې ده.

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا مشر احمد رووفي د اګست پر ۳۱مه نېټه مشال راډيو ته ويلي چې د مریمې په نوم دغې ۲۲ کلنه نجلۍ له خپلې کورنۍ سره په ملټي ګارډن سيمه کې اوسېده چې د اګست پر ۳۰مه نېټه د ودانۍ له پینځم پوړ څخه ځان وغورځاوه او مړه شوه.

د مریمې د ځانوژنې له پېښې ښکاري چې په پاکستان کې مېشت افغانان له يو نامعلوم برخليک سره مخامخ دي
مير احمد رووفي

د شورا مرستيالې ثریا صبير مشال راډيو ته وويل چې مریم د افغانستان د بلخ ولایت اوسېدونکې ده چې د يوې بېوزلې کورنۍ غړې او له تېرو دوو کلونو راهیسې په اسلام اباد کې اوسېدله.

تر پېښې وروسته پوليسو د هغې مړۍ د طبي پلټنو لپاره روغتون ته انتقال کړ او وروسته يې د هغې کورنۍ ته اجازه ورکړه چې په اسلام اباد کې يې ښخه کړي. ثریا وايي چې دوی د مریمې جسد خاورو ته سپارلی دی.

د اسلام اباد پوليسو وياند تقي جواد د اګست پر ۳۱مه نېټه مشال راډیو ته وويل چې له دوی سره د مریم نومې نجلۍ د ځانوژنې کومه پېښه نه ده ثبت شوې بلکې دا د راولپنډۍ ښار په ټېکسلا سيمه کې شوې ده.

کله چې مشال راډيو د راولپينډۍ پوليسو وياند سجادالحسن سره تماس ونياو نو هغه وويل چې دا مهال په غونډه کې دی او وروسته به معلومات شریک کړي خو د رپورټ تر خپرېدو پورې يې په دې اړه کوم معلومات شريک نه کړل.

په ۲۰۲۱ز کال کې د طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته په سلګونه زره افغانان له هېواد وتلي دي چې پکې يوشمېر امريکا، کنېډا او نورو اروپايي هېوادونو ته کډه شوي، خو ګڼ شمېر بیا د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې ژوند کوي.

په دې کې يوشمېر هغه کسان هم دي چې امريکا، کنېډا او اروپايي هېوادونو ته تګ لپاره د ويزو او د اړتیا وړ نورو اسنادو ترلاسه کولو په انتظار دي.

میر احمد رووفي وايي چې مریم د رواني اندېښنو له امله ځان وژلی دی البته ډاکټرانو د دغې خبرې تصديق لا نه دی کړی. خو نوموړی وايي چې له دې معلومېږي چې په پاکستان کې مېشت افغانان له يوه نامعلوم برخليک سره مخامخ دي.

دا په وروستيو کې د افغانانو د ځانوژنې درېیمه پېښه ده. تر دې وړاندې دوو افغان ځوانانو بهر هېوادونو ته د تګ په اسنادو کې د ځنډ، د اقتصادي ستونزو له امله ځانونه وژلي ول.

دا هم وګورئ:

په اسلام اباد کې افغان مېرمنې په خېمو کې ژوند کوي

د شورا يو بل غړي عبدالبصیر وصال مشال راډیو ته وويل چې په اسلام اباد کې شاوخوا یو لکه افغانان ژوند کوي. په لسګونه افغانان چې د امریکا د پي یو او پي دوه پروګرامونو لپاره په پاکستان کې مېشت دي، وايي چې اوږد انتظار ستړي کړي او د امریکا حکومت یې باید ژر تر ژره هغه هېواد ته ولېږدوي.

دوی د روان ۲۰۲۳ز کال د فبرورۍ پر ۲۶مه په اسلام اباد کې مظاهره وکړه او له امریکا یې وغوښتل چې هغه کسان دې نه هېروي چې "په سختو ورځو کې" په افغانستان کې تر څنګ "درېدلي" ول

د امریکا حکومت د ۲۰۲۱ز کال د اګست په پیل کې د هغو کسانو لپاره چې له امریکايي یا د امریکا تر ملاتړ لاندې بنسټونو سره یې کار کاوه، د دویم لومړیتوب د کډوالۍ ځانګړی پروګرام (پي دوه) اعلان کړ چې په زرګونو افغانان په امریکا کې د کډوالو په توګه مېشت کړي.

له دې پرته د لومړۍ ترجېح پروګرام (پي یو) د هغو کسانو لپاره دی چې د رنګ، نسل، جنس، دین یا سیاسي نظریاتو پر اساس د ځورونې یا د مرګ له ګواښ سره مخامخ وي.

د هغې مظاهرې ګډونوالې فرخندې عمري مشال راډيو ته ويلي ول . "زموږ په کېسونو کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی. موږ ډېر نهیلي شوي یو. له اقتصادي او رواني لحاظه په سخت حالت کې یو."

په پاکستان کې د پي یو او پي دوه پروګرام عملي کېدو منتظر افغانان وايي، هېواد ته د ستنېدو لاره هم نه لري ځکه چې که هلته ځي نو ژوند یې له خطر سره مخامخېدای شي.

امریکايي حکومت دريځ لري چې د ټولو قانوني چارو په بشپړېدو د افغانانو امریکا ته لېږدولو ته ژمن دی.