د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر په مسکو کې له خپل روسي سیال سیرګي لاوروف سره د کتنې پر مهال د نړۍ د خوراکي توکیو د خوندیتوب لپاره د تور سمندرګي له لارې د غلې د لېږد نوښت د بیا بحالولو پر اهمیت ټینګار وکړ.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هکان فیدان د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ د ملاقات د تیاري لپاره په مسکو کې دی.
نوموړي د اګست پر ۳۱مه له لاوروف سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې روسیه واپس هغه تړون بحالولی شي چې که لخوا یې پیدا کړل شوی ستونزې حل شي.
کله چې دا تړون د ۲۰۲۲ز کال په جولای کې د ترکیې په منځګړتوب شوی وو، نو ملګرو ملتونو او ترکیې یې هرکلې کړې وو او ویلي یې وو چې دا به په نړۍ کې د خوراکي توکیو د هغه بحران په کمولو کې مرسته وکړي چې پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته پیدا شوی دی.
روسیه تیره میاشت له دې تړون څخه ووته او شکایت یې کاوه چې د لویدیځ بندیزونه د دوی د خوراکي سامان او د سرې د برامدولو مخه نیسي او دا چې ډېره لږه غله غریبو هیوادونو ته رسېږي.
ترکیې له هغې راهیسې هڅه کوي چې مسکو بیرته د دې تړون پر بحالولو قانع کړي. لاوروف تر ملاقات مخکې وویل چې دی او فیدان به د تړون پر یوه متبادله لاره چې روسیې راوړې، خبرې وکړي.