د افغانستان او تاجکستان پر پوله يو مارکيټ او د تجارت لاره پرانیستل شوه

د سېپټمبر پر دوېیمه د افغانستان او تاجکستان ترمینځ نوی پرانیستل شوې لار څخه خلک تېریږي.

د افغانستان او تاجکستان ترمینځ پر پوله يو مارکيټ او د تجارت لاره پرانیستل شوې ده.

په بدخشان کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مشر معزالدين احمدي د سیپتمبر پر دويمه مشال راډيو ته وويل چې هغه لار تر درې کلونو بندیدو وروسته پرانیستل شوه.

معزالدین احمدي په داسې حال کې د بدخشان د ولسوالیو او تاجکستان ترمینځ د پلونو او ترانزیتي لارو د بیا پرانیستلو خبر ورکوي چې په وروستیو دوو کلونو کې د تاجکستان حکومت په وار وار د افغانستان په شمال کې د سخت دریځو ډلو له خوا د رامنځته شویو ګواښونو په اړه خبرداری ورکړی دی.