د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي د طالبانو حکومت د سیپتمبر پر دويمه، درې خبریالان له بنده خوشې کړي دي.
دغه مرکز پر ایکس چې پخوانی نوم یې ټويټر وو، لیکلي چې په پکتیا کې د اریانانیوز خبریال حبیب الله سراب، په کونړ کې ازاد خبریال پرویز څرګند او په اروزګان کې د ملي ټيليويژن خبريال همدرد طالبانو له زندانه خوشې کړي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د دغو خبریالانو د خوشې کېدو هرکلی کړي خو د طالبانو په بند کې موجودو دوو نورو خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه یې تکرار کړې ده. طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.