په کوټه کې د کسټم پولیس ادعا کوي چې د قاچاق وړونکو سره په ډزو کې یې يو مشکوک قاچاق وړونکی وژلی دی.
په کوټه کې د کسټم ادارې ویاند ډاکټر عطا بړیڅ د دې پيښې په اړه د سيپتمبر پر ۴مه مشال راډيو ته وویل چې سهار مهال د دې ادارې سرتیرو په ناقانونه شیانو بار يوې لارۍ ته د ودريدو اشاره وکړه خو قاچاق وړونکيو د ودريدو پر ځای ډزې وکړي.
بړيڅ ادعا وکړه چې په هاکۍ چوک کې شوې دې پېښه کې د لارۍ ډرايور وژل شوی دی. د کسټم ادارې تور پورې کړی چې وژل شوی تن قاچاق وړونکی دی خو په ازاد ډول د دې تصدیق نه شي کېدلی. د کسټم چارواکو دا نه دي ويلي چې په دغه لارۍ کې کوم ناقانونه شیان بار وو او له کوم ځايه کوم ځای ته روانه وه.
چارواکو د وژل شوي ډرايور شناخت د محمد قسیم په نامه کړې او واي چې د کلا عبدالله اوسیدونکې وو.
د سیول لاين پولیس سټيشن ايس ايچ او مشال راډيو ته ويلي چې پلټنې ي پيل کړي دي. تر دا مهال د دې پيښې په اړه د وژل شوي ډرايور د کورنۍ دريځ نه دی په ډاګه شوی.