نړیوالو اوکراين ته "۱۰۰ اربه ډالر ورکړي" دي

اوکرايني سرتيري د ټينکونو سره ولاړ دي - انځور له ارشیفه

د اوکراين ليري شوي، دفاع وزیر ويلي چې د روسیې له یرغل راهيسې يې له خپلو غربي ملاتړو شاوخوا ۱۰۰ اربه ډالر ترلاسه کړی دي.

اوليکسي رزنيکوف د سیپتمبر پر درېیمه په يوه مرکه کې وویل چې په دې کې تر ۵۰ اربه ډالرو زیاتې امریکا ورکړي دي.

یوکرینفارم نومې رسنۍ ته نوموړي وويل چې باید ناټو او اروپايی هېوادونه په پام کې نيولو سره يې د هېواد په دفاع وزارت کې اصلاحات وشي. نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زیلینسکي پرون د هغه د لیرې کېدو اعلان وکړ.

روسیې د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل پیل کړی وو چې پکې تر اوسه دواړو خواوو ته زرګونه کسان وژل شوي او لکونه اوکراینیان بې کوره شوي دي.