په باجوړ کې په هدفي برید کې ۲ کسان وژل شوي دي

د جولای پر ۳۰مه په باجوړ کې ځانمرګي برید ۶۵ کسان وژلي وو ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه باجوړ کې وسلوالو په یو برید کې دوه کسان وژلي دي.

د باجوړ د پولیسو ویاند محمد اسرار خان د سيپتمبر پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې پېښه په عنایت کلي بازار کې شوي. هغه وویل په پېښه کې يو ځايي‌اوسېدونکی سمیع الله او د ماموندو تحصیل د بډالۍ کلي داود شاه وژل شوي. د ناوګۍ تحصیل یو استوګن پکې ژوبل شوی دی.

پولیس وايي چې برید کونکي د پېښې له ځايه تښتېدلي دي. د برید ذمه واري چا نه ده منلي خو پولیس وایي پلټنې یې پيل کړي دي.

په وروستیو کې په باجوړ کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي. د جولای پر ۳۰مه هلته د جمعیت علما اسلام په جلسه کې برید شوی وو چې ۶۵ کسان پکې ووژل شول او تر ۱۰۰ زیات ژوبل شول. د هغه برید ذمه واري داعش ډلې منلې وه.

باجوړ د ابادۍ له پلوه تر ټولو لویه قبایلي ضلع ده چې د افغانستان له کونړ ولایت سره ګډه پوله لري. هلته له ۲۰۲۲ز کال کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي چې پرضد یې پراخې مظاهرې، پرلتونه او جرګې وشوې.