د خیبر پښتونوخوا په سوات کې چارواکي وايي هغه سړی یې نیولی چې خپله ښځه یې په ډزو وژلې ده.
د مينګورې د پولیسو مشر ډي ايس پي امجد علي خان د سیپتمبر پر پینځمه مشال رېډيو ته وويل چې سهار د مينګورې په بڼ محله کې اختر علي نومي تن په بازار کې په خپلې ښځې هغه وخت ډزې وکړې چې کله هغه د خپل پينځه کلن ماشوم سره روانه وه. پر ټولنیزو رسنیو هم د دغه پېښې يو تصویر خپور شوی چې يو ماشوم د مور جسد ته ناست او ژاړي.
د پولیسو لخوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې د وژل شوې ښځې او د هغې د مېره تر منځ یې په عدالت کې له يوه باه د جلا کېدو او طلاق مقدمه روانه وه.
په سوات کې د بشري حقونو لپاره کار کوونکې، یوې غیر سرکاري ادارې ده اوېکننګ وياند شمشېر علي خان مشال رېډیو ته ویلي چې سږ کال په سوات کې په ناموسي وژنو او ځینو نورو پېښو کې ۲۱ ښځې وژل شوې دي. د دغه ادارې د ثبت کړيو شمېرو له مخې ځینو ښځو د کورنیو شخړو له وجې ځان وژنه هم کړې ده.
د پاکستان قامي اسمبلۍ په ۲۰۲۰ز کال کې د ناموس په نامه د وژنو مخنیوي لپاره په قوانينو کې بدلونونه وکړل. په قانون کې وراضافه شوه چې ریاست به په ناموسي وژنو کې فریق جوړېږي. د دې مقصد د مدعيانو ترمینځ له عدالته بهر د جوړجاړي مخنیوی کول دي.