ایشيا کرکټ کپ: سري لنکا افغانستان ته ماتې ورکړه او بل پړاو ته ورسېده

راشد خان د لوبې تر بايللو وروسته خفه ناست دی

د پنځوس اووره کرکټ ایشيا کپ په يوې سیالۍ کې سري لنکا افغانستان ته ماتې ورکړه او بل پړاو ته ورسېده.

د سيپتمبر پر پينځمه، په لاهور کې شوې دې لوبه کې سري لنکا لومړی بېټينګ وکړ او په پنځوس اوورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په اوټ کېدو ۲۹۱ منډې جوړې کړي. افغانستان ته بل پړاو ته د وتلو لپاره دا رنزونه په ۳۷.۱ اوور کې کول وو. افغانستان تېزه لوبه وکړه خو وي نه شو کړلی چې دا هدف پوره کړي.

د افغانستان ټول لوبغاړي په ۳۷.۳ اوورنو کې د۲۸۹ رنزونو په کولو سره اوټ شول. افغانستان تر دې مخکې خپله بله لوبه له بنګله دیش بايللې وه. په دې توګه افغانستان او نيپال چې هغوی هم خپلې دواړې لوبې بایللې وې، له لوبلړۍ ووتل.

د دې ټورنمنټ راتلونکې سیالي د سیپتمبر پر شپږمه د پاکستان او بنګله دیش ترمنځ په لاهور کې کېږي. دا لوبه د پېښور په وخت دوه نيمې بجې پيليږي.

د دې لړۍ په مخکنیو شويو سیاليوو کې بنګله دیش افغانستان، پاکستان او هند نيپال او سري لنکا بنګله دیش ته ماتې ورکړې وه. پاکستان، هند او بنګله دیش لا واردمخه، د دې لوبو بل پړاو ته وتلي وو.

د پاکستان په کوربه توب، د دې کال د ایشيا کپ کرکټ څو سیالۍ په سري لنکا کې هم کېږي. د دې لوبلړۍ لومړۍ سیالي د اګست پر ۳۰مه، په ملتان کې وه او فاینل به یې د سيپتمبر پر ۱۷مه په کولمبو کې کېږي.