طالبان وايي اسيايي لوبو ته هېڅ افغانه لوبغاړې نه استوي

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د طالبانو لخوا د افغانستان تر حکومت نيولو مخکې افغان لوبغاړې - انځور له ارشيفه

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د المپیک ملي کمېټۍ مشر هغه خبر ناسم بللی چې ګواکې له افغانستانه به ۱۷ ښځينه لوبغاړې اسیایي لوبو ته استوي.

د افغانستان د المپیک ملي کمېټۍ مشر احمدالله وثیق د سيپتمبر پر شپږمه، مشال راډيو ته په یو لیکلي پیغام کې ویلي چې دغه اعلامیه د المپیک کمیټۍ لخوا نه ده خپره شوې. هغه زیاته کړه چې يوازې نارينه لوبغاړي به دې لوبو ته ځي.‌

له دې وړاندې رویټرز خبري اژانس د افغانستان المپیک ملي کمیټې په حواله خبر ورکړی وو چې د طالبانو تر کنټرول لاندې المپیک ملي کمیټه به اسیايي لوبو ته ۱۷ ښځینه لوبغاړې لېږي.

خو احمد الله وثیق وویل چې له افغانستانه به دغو سیالیو ته ۱۳۳ نارينه لوبغاړي ورځي.‌ اسیایي لوبې د سيپتمبر له ۲۳ مې څخه د اکتوبر تر اتمې د چین په هانګ ژو ښار کې کېږي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د طالبانو لخوا د افغانستان تر حکومت نيولو مخکې په سلګونو افغانو نجونو په بېلابېلو نړيوالو سياليوو کې برخه اخیسته. خو تر دغې نېټې وروسته، طالبانو پر ښځو د ګڼو نورو بندیزونو تر څنګ د نجونو پر لوبو هم بندیز ولګاوه.