د امريکې بهرنيوو چارو وزير په ناڅاپي سفر اوکراين ته تللی

انتني بلينکن له خپل اوکرايني سيال سره په کييف کې

د امریکا بهرنيو چارو وزیر په کييف کې د اوکراین له لوړ پوړو چارواکو سره ناڅاپي ليدنې پیل کړې دي.

انتني بلېنکېن نن د سیپتمبر پر شپږمه، تر هغې څو ساعته وروسته کييف ته ورسېد چې د روسيې توغنديو د اوکراین پلازمینه په نښه کړه.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت د سفر د هدف په اړه په رسمي توګه څه نه دې ويلي خو بلينکن د روسيې د یرغل پرضد د اوکراین د عملیاتو د ملاتړ هوډ ښوولی دی.

البته دا تر هغې وروسته ده چې د اوکراین ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي د خپل دفاع وزیر او یو شمیر نور چارواکي په پوځي قراردادونو کې د رشوت د اندېښنو پر اساس له دندو ګوښه کړل. له بلېنکېن سره په سفر کې مل نامعلومو امريکايي چارواکو خبريالانو ته ويلي چې د بهرنيو چارو وزير د سفر هدف د روسيې پرضد د اوکراین درې میاشتنیو ځوابي عملياتو جاج اخیستل دي.

دوی زیاته کړې چې بلېنکېن به د اوکراین لپاره د ۱۷۵ او ۲۰۰ ميليونو ډالرو په مینځ کې نوې مرستې اعلان کړي.