د امریکا يو سوداګریز پلاوی کابل ته تللی دی

د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر (ښي لوري ته) او ورسره د افغانستان- امریکا د سوداګرۍ خونې مشر جیفري ګریکو د سېپټېمبر پر شپږمه د غونډې پر مهال.

د امریکا یوه سوداګریز پلاوي کابل ته د خپل سفر پر مهال ویلي چې د افغانستان د شخصي (خصوصي) څانګې له پیاوړتیا سره مرسته کوي.

هغه پلاوي په داسې حال کې د خصوصي څانګې د پیاوړتیا او هلته د پانګونې ژمنه کړې چې په وینا يې، له افغانستان سره د نړیوالو مرستې په کمېدو دي.

هغه پلاوی چې مشري یې د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ خونې مشر جیفري ګریکو کوي د سېپټېمبر پر شپږمه یې په کابل کې له افغان سوداګرو، پانګوالو او د طالبانو د حکومت له چارواکو سره په یوه غونډه کې برخه واخیسته.

پلاوی دعوه کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ملاتړ کابل ته ورغلی دی. د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ خونه په ۲۰۰۲ز کال کې جوړه شوې وه چې په دواړو هېوادونو کې به يې کلنۍ غونډې جوړولې.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

الکوزی: د افغانستان پر بانکي نظام د محدودیتونو له وجې سوداګري نه کېږي

د ۲۰۲۱ز کال اګست میاشت کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د هغې خونې فعالیتونه ټکني شول او له همدې نېټې راهیسې لومړی ځل دی چې یو پلاوي يې کابل ته سفر کړی دی.

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په دې اړه غونډې ته په وینا کې وویل، حکومت یې کورنیو او بهرنیو پانګوونکو او سوداګرو ته د اسانتیاوو په برابرولو بوخت دی.

په افغانستان کې د شخصي څانګې د پیاوړتیا هڅې پر داسې مهال کېږي چې د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې شاوخوا ۳۰ مېلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او وار له مخه د خوړو نړیوال پروګرام (ورلډ فوډ پروګرام) په ګډون یوشمېر بشرپاله بنسټونو د مرستو د کمښت خبرداری ورکړی دی.