د تورخم لارې تړل کېدو له وجې ګڼ مال وړونکي ګاډي بند پاتې دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د سېپټېمبر پر شپږمه په تورخم کې د پاکستان او د طالبانو د حکومت د سرتېرو ترمینځ تر ډزو وروسته هلته ګڼ مال وړونکي ګاډي او مساپر بند پاتې دي. دواړه لوري پر یو بل د نښتې پیلولو تور پورې کوي. د خیبر چارواکي وايي، په ډزو کې یو پاکستانی سرتېری ژوبل شوی دی. په پېښور کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د طالبانو یو چارواکي مشال راډیو ته وویل، هغې خوا ته هم یوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې خو کره شمېر یې و نه ښود. د رویټرز او اې اېف پي له ویډیوګانو جوړ رپورټ.