باجوړ کې په چاودنه کې ۱ کس وژل شوی، بل ژوبل دی

په باجوړ کې پولیس د ځمکلاندې بمونو شنډولو پر مهال - پخوانی انځور.

چارواکي وايي، د باجوړ په ډمه ډوله سیمه کې په بمي چاودنه کې یو کس وژل شوی او بل ژوبل دی.

د باجوړ د پولیسو ویاند اسرار خان مشال راډیو ته وویل چې دواړه ولسي وګړي پر موټرسایکل سپاره ول چې د سېپټېمبر پر اوومه د ځمکلاندې بم چاودنې ښکار شول.

د ژغورنې او مرستندویه چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) په بیان کې ویلي دي چې پېښه د ډمه ډولې تالاشۍ له پوستې سره نېږدې شوې ده.

پولیس زیاتوي چې د پېښې پلټنې کوي.

په وروستیو کې په باجوړ کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي. د سېپټېمبر پر څلورمه په عنایت کلي بازار کې په وسلوال برید کې دوه تنه ووژل شول. د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې.

د جولای پر ۳۰مه هلته د جمعیت علما اسلام په جلسه کې برید شوی وو چې ۶۵ کسان پکې ووژل شول او تر ۱۰۰ زیات ژوبل شول. د هغه برید ذمه واري داعش ډلې منلې وه.

باجوړ د ابادۍ له پلوه تر ټولو لویه قبایلي ضلع ده چې د افغانستان له کونړ ولایت سره ګډه پوله لري. هلته له ۲۰۲۲ز کال کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي چې پرضد یې پراخې مظاهرې، پرلتونه او جرګې وشوې.