د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې د بجلۍ د کرنټ له کبله څلور کسان وژل شوي دي.
د ژغورنې د ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ ویاند بلال فیضي د سېپتمبر پر اتمه مشال راډیو ته وویل، پېښه په شهبازخېلو کې د جمعې پر ورځ ( د سېپټېمبر اتمه) شوې. د نوموړي په وینا په دوي کې ولی الله، عارف الله، حضرت علي او میراحمد شاه شامل دي چې د لکي مروت اوسیدونکي دي.
عیني شاهدین وايي چې د پېښې په مهال په شهباز خېلو کې د بجلۍ محکمې د برېښنا ۱۱۰۰۰ واټه تار غځولو په پروژه کار کاوه.
د لکي مروت یو خبریال امداد خان مروت مشال راډیو ته وویل چې په وژل شویو کې یو ولي الله د واپډا ملازم وو او نور مزدوران ول چې د واپډا په یوه تعمیراتي کمپنۍ کې یې کار کاوه، او د نویو تارونو غځولو په کار بوخت ول.