پولیس وایي په سوات کې یې یو ''مطلوب وسلوال'' وژلی دی

په سیدو شریف سوات کې پولیس پر سرک ناکه لګولې ده ـ پخوانی انځور.

د خيبرپښتونخوا د ترهګرۍ ضد پولیسو ادعا کړې چې د سوات په فضاګټ کې یې هغه وسلوال وژلی چې د دوو پولیسو په وژنه کې دوی ته مطلوب وو.

د سېپټمبر پر اتمه د خيبرپښتونخوا د ترهګرۍ ضد ادارې سي ټي ډي په خبر پاڼه کې ویلي دي چې پولیسو د خفیه معلوماتو پر اساس په موټر کې ناست د یو تن د نیولو هڅه کوله، خو چې کله دغه موټر ونه درېد، نو دوی پرې ډزې پیل کړې چې پکې یو مشکوک وسلوال ووژل شو او بل ژوبل شو.

پولیس وایي وژل شوي تن نیک محمد عرف نیکو وو او هغه ورته د پولیسو وژنې په مقدمه کې مطلوب وو.

بلخوا کومې وسلوالې ډلې د دغه پېښې په اړه لا څه نه دي ویلي.

د روانې میاشتې (سېپټمبر) پر اوومه په مینګوره کې دوه پولیسان په یو وسلوال برید کې وژل شوي ول.

د دغه حملې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې منلې وه.