د مراکش په زلزله کې د وژل شویو شمېر تر ۲،۰۰۰ اوښتی دی

تر زلزلې وروسته د سېپټېمبر پر ۱۰مه هم مرستندویه چارې دوام لري.

په مراکش (المغرب) کې د زلزلې له امله د وژل شویو شمېر تر ۲،۰۰۰ اوښتی دی او ګڼ ژوبل دي.

رویټرز او اسوشيېټېډ خبري اژانسونو د مراکش د کورنیو چارو وزارت له قوله ویلي چې د هېواد په پینځو ولایتونو کې یې له نړېدلو ودانیو څخه د ۲،۰۱۲ کسانو مړي ایستلي دي.

د وزارت په وېنا، په زوروره زلزله کې لږترلږه ۲،۰۵۹ کسان ژوبل دي چې پکې د ۱،۴۰۴ تنو روغتیايي حالت خراب دی.

د سېپټېمبر اتمې شپې مهال په مراکش کې زورورې زلزلې د اطلس له غرییزې سیمې نیولې تر تاریخي ښار مراکش پورې ګڼو ودانیو ته زیانونه واړول.

د امریکا د ځمکپوهنې ادارې ویلي، پر رېښتر پیمانه د زلزلې زور ۶،۸ وو چې مرکز يې د مراکش په جنوب لویديځ کې وو.

زلزله پر ځایي وخت شپې شاوخوا پاو باندې ۱۱ بجې راغلې وه چې تر څو سېکنډونو (ثانیو) پورې روانه وه. چارواکي وايي، تر هغې وروسته هم څو ځلې وړې زلزلې سیمه ولړزوله.

راپورونه وايي، ژغورونکې ډلې تر پرېوتو ودانیو لاندې د خلکو لټون کوي او ورڅخه ژوبل او مړي باسي.

ځمکپوهان او د چارو پوهان وېره څرګندوي چې د مرګژوبلې شمېر ښايي لوړ شي ځکه چې لا هم تر ډېرو ودانیو لاندې خلک بند پاتې دي.