شمالي وزیرستان او خیبر کې پر امنیتي ځواکونو بریدونو کې ۱ سرتېری وژل شوی دی

د پاکستان پوځ سرتېري په شمالي وزیرستان کې د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.

په شمالي وزیرستان او خيبر کې وسلوالو پر امنیتي ځواکونو حملې کړې دي چې پکې د پوځ په وینا، یو سرتېری وژل شوی دی.

اسوشیېټېډ پرېس اژانس د پوځ د يوې خبرپاڼې په حواله ويلي چې د سېپتېمبر پر نهمه شپې ناوخته وسلوالو د شمالي وزيرستان په ميرلي کې پر امنيتي سرتېرو برید وکړ چې پکې یو پوځي ووژل شو.

د بیان له مخې، امنيتي ځواکونه د لټون په عملياتو بوخت ول چې بريد پرې وشو.

پوځ دا نه دي ویلي چې ایا د عملیاتو پرمهال یې وسلوالو ته هم مرګژوبله اړولې او که نه.

تحريک طالبان پاکستان د حملې ذمه واري منلې او دعوه یې کړې ده چې د سېپټېمبر پر نهمه یې شپې مهال په شمالي وزیرستان کې په دوو جلا جلا حملو کې دوه او د خيبر په باړه کې یې يو سرتېری وژلي دي.

مشال راډیو په خپلواکه توګه د تحریک طالبان پاکستان د ادعا تصدیق نه شي کولای.