تورپېکۍ يوسفزۍ: تعليم ژبه ده او طالبان دې له ښځو ژبه نه اخلي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د تعليم نړيوالې مبارزې او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ مور تورپېکۍ يوسفزۍ وايي چې افغانستان بايد له نړۍ سره يو ځای رفتار وکړي. نوموړې دا خبره د سېپټېمبر پر ۱۱مه د جرمني په کولن ښار کې د یو شمېر افغان ښځینه فعالانو لخوا د نه خوړلو په اعتصابي کېمپ کې د ګډون پر مهال مشال راډيو ته وکړه. يوسفزۍ زياته کړه چې تعليم د ژبې حيثيت لري او طالبان دې له ښځو دا حق نه اخلي. له تورپېکۍ يوسفزۍ سره احمد شاه اعظمي مرکه کړې ده چې د غږ په ځای کې يې اورېدلای شئ.