اروپايي ټولنې د روسیې لخوا په نيولې اوکراينۍ سیمه کې ټاکنې غیرقانوني بللې

په ډوننېڅک سیمه کې یوه مېرمن د رایو په مرکز کې لیدل کېږي

اروپايي ټولنې خبرداری ورکړی د روسيې هغه چارواکي به له "عواقبو" سره مخامخ شي چې د تېرې اونۍ په پای کې يې له اوکراين څخه په لاندې کړيو ځينو سيمو کې "غير قانوني" انتخابات کړي.

دا ټاکنې د سیپتمبر پر ۱۰مه د روسیې د ۵۴ ښارونو ترڅنګ په څلورو نیول شویو اوکراینیو ښارونو ډونېڅک، لوهانسک، خیرسون او زافروژیا کې ترسره شول.

جرمني ويلي چې له دې امله ښايي پر روسيې نوي بنديزونه ولګي. د روسيې واکمن ګوند (يونايټېډ رشيا) د سیپتمبر پر ۱۱مه دعوه وکړه چې د اشغال کړيو سيمو ځايي ټاکنې يې ګټلې دي.

بلخوا بروکسل ويلي چې روسيې د دې انتخاباتو په ترڅ کې يو ځل بيا له نړيوال قانون سرغړونه کړې ڼو ځکه نه هغه ټاکنې او نه يې هم پايلې په رسميت پېژندل کېږي.