د نړۍ له ځينو هېوادونو د بشري حقونو فعالان جرمني ته تللي وو چې هلته د نه خوړو احتجاج کوونکې تمنا پرياني سره خواخوږي وښيي.
د سيپتمبر پر ۱۱مه ورغليوو دې کسانو کې د تعليم مبارزې لپاره د سولې نوبیل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ مور پلار (تورپيکۍ یوسفزۍ او ضياالدين یوسفزی) هم شامل وو. دوی پر اېکس چې پخوانی نوم یې ټويټر دی، د پرياني د غوښتنو ملاتړ او د طالبانو له بنده د تعليم مبارز مطیع الله ویسا د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان د ښځو د حقونو فعالې تمنا زریاب پریاني له دولسو ورځو راهیسې په جرمني کې خېمه لګولې او د احتجاج په توګه یې د خوړو اعتصاب روان ساتلی. پرياني تر دې دمخه په کابل کې په مظاهرو کې د ګډون په تور، د طالبانو حکومت په زندان کې اچولې وه. تر خوشې کېدو وروسته هغه جرمني ته ولاړه خو خپل احتجاج یې بس نه کړ.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه، په افغانستان کې په زور حکومت نیولی. تر هغه وروسته یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو په تعليم بندیز سربیره پر ښځو ګڼ نور محدوديتونه عملي کړي دي. پرياني وايي چې نړيوال دې ښځو سره د طالبانو سلوک د جنسي اپارتاييد په توګه وپېژني. هغه همداراز پر طالبانو د فشار زیاتولو لپاره د نړيوالو بندیزونو لګولو غوښتنه لري. هغه دا مطالبه هم کوي چې نړيوال دې د بېلابېلو پروګرامونو په نوم د طالبانو حکومت سره نړيوالې مرستې بندې کړي. د هغې په وينا دا پيسې د طالبانو د حکومت د بقا يوه وجه ده.
د يادونې ده چې ملګري ملتونو هره اونۍ يا هره مياشت افغانستان ته د بشري حقونو، بې وزلو سره د مرستو او ځينو نورو چارو لپاره په ميليونونو ډالر لېږي. پرياني او ځيني نور افغان فعالان تور پورې کوي چې دا پیسې ضرورتمندو ته کمې رسېږي خو د طالبانو قوي کولو لپاره ډېرې کارېږي. طالبان دا تور ردوي او وايي چې د غريبو سره د مرستو لپاره ورتلونکي فنډونه په خپل ځای مصرفيږي.
له تمنا پریاني سره د سيپتمبر پر ۱۱مه، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت استازي ګیورک کلوسمان هم لیدلي وو. پرياني د خپلو غوښتنو په دوام پر نړيوالو غږ کړی چې طالبان دې مجبوره کړي چې ټول فعالان له بنده خوشې کړي. په دغوفعالانو کې د تعليم لپاره مبارزه کوونکی مطیع الله ویسا هم شامل دی. طالبانو ویسا د مارچ پر ۲۷مه په کابل کې ونيو، د هغه کور یې وپلټه او وروڼه یې هم له ځان سره بوتلل خو هغوی یې وروسته خوشې کړل البته ویسا لا بندي دی.
د طالبانو حکومت په دې لړ کې د نړيوالو غوښتنې رد کړې دي. دوی د نړيوالو پرله پسې غوښتنو باوجود پر ښځو بندیزونه نه دي نرم کړي.