کراچۍ کې بندي افغانان وايي حکومت دې یې خوشې کړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په کراچۍ کې ګرفتارو افغانانو د پاکستان او د طالبانو له حکومته غوښتي دي چې هغوی دې خوشې کړي چې خپل هېواد ته ستانه شي. دوی د سېپټېمبر پر ۱۳مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې په تاڼو او زندان کې له مشکل سره مخامخ دي ځکه چې ډېری ګرفتار کسان ناروغه دي او د علاج لپاره پاکستان ته تللي ول. دا په داسې حال کې ده چې د سیند ګورنر په وروستیو کې وویل چې وفاقي حکومت د افغانانو خپل هېواد ته د ستنولو پرېکړه کړې ده. په کراچۍ کې د سېپټېمبر له نهمې راهیسې تر ۳۰۰ زیات افغانان نیول شوي او پولیس وايي، یوازې قانوني اسناد نه لرونکي نیسي. ویډیويي رپورټ.