امریکا د میکسیکو پر پوله وراوښتي افغان سرتېري ته پناه ورکړې ده

د میکسیکو او امریکا ترمینځ پر پوله اغزن تار لګېدلی دی - انځور له ارشیفه

امریکا په ټېکسس (ټېکساس) ایالت کې له میکسیکو سره پر پوله نیول شوي افغان سرتېري ته پناه ورکړې ده.

د عبدالوسع ساپي په نوم د هغه ۲۷ کلن سرتېري ورور د سېپټېمبر په ۱۳مه اسوشيېټډ پرېس اژانس ته وویل چې نوموړی پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته له هېواده وتلی وو او له شاوخوا ۱۰ هېوادونو څخه تر تېرېدو وروسته په میکسیکو کې د امریکا تر پولې رسېدلی وو.

ساپي زیاته کړې ده چې اوس امریکايي چارواکو هغه ته هلته د اوسېدو اجازه ورکړې ده.

د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته لسګونه زره افغانان له هېواده وتلي دي.

ساپي اندېښنه درلوده چې که پناه یې ترلاسه نه کړه او افغانستان ته ولېږدول شو نو ښايي طالبان یې ووژني ځکه چې له امریکايي پوځیانو سره یې کار کړی دی.

د نوموړي دوه وروڼه وار له مخه د ټېکسس په هیوسټن ښار کې مېشت دي.