ایران د مهسا امیني تر تلین مخکې ۱۸ فعالان نیولي دي

د ۲۰۲۲ز کال په سېپټېمبر کې د مهسا امیني تر مړينې وروسته په ايران او نوره نړۍ کې پراخې مظاهرې شوې وې ـ پخوانی انځور.

په وروستیو کې د ایران په ښارونو کې لږترلږه ۱۸ فعالان په داسې حال کې نیول شوي چې چارواکو د مهسا امیني تر تلین مخکې پر ممکنه مراسمو بندیز لګولی دی.

۲۲ کلنه مهسا اميني د ۲۰۲۲ز کال په سېپټېمبر کې د ایران د ګشت ارشاد په نوم پولیسو د حجاب د قانون د سرغړونې په تور نيولې وه چې وروسته د هغوی په حراست کې مړه شوه.

د هغې کورنۍ وايي چې امیني د پولیسو د تشدد له وجې مړه شوې خو د ایران حکومت ویلي ول چې هغې د زړه حملې له وجې سا ورکړې وه.

د سېپټېمبر پر ۱۶مه د نوموړې له مړينې وروسته په ايران کې پراخې مظاهرې شوې وې چې د کال تر پایه پورې روانې وې. په هغه مظاهرو کې تر ۵۰۰ زیات مظاهرچیان ووژل شول.

د ایران د بشري حقونو څارونکو ادارو په ختیز اذربایجان ولایت او د ایران په شمال غربي کردستان ولایت کې چې د امیني اصلي ټاټوبی دی، د یوشمېر کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.

داراز، له جنوب لویدیځ خوزستان ولایته هم د نورو کسانو د نیول کېدو خبرونه راغلي دي. په تازه لاریونونو کې زیاتره کرد، اذري او بلوڅ توکمه (نسله) ایرانیان شامل ول.