بلوچستان کې د مستونګ چاودنې ضد کاربندیز شوی دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

جمعیت علمای اسلام (ف) د هغې چاودنې پرضد په بلوچستان کې کاربندیز کړی دی چې پکې د ګوند د یو مخکښ سیاستوال او پخواني سېنېټر حافظ حمد الله په ګډون ۱۱ تنه ژوبل شول. پښتونخوا ملي عوامي ګوند، د کوټې د کاروباریانو ټولنې او یوشمېر نورو ګوندونو د سېپټېمبر ۱۵مې کاربندیز ملاتړ کړی دی. د سېپټېمبر پر ۱۴مه په مستونګ کې د چاودنې ذمه واري اسلامي دولت (داعش) ډلې منلې. پولیس وايي، د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي. ویډیويي رپورټ.