د مهسا امیني د تلین په ورځ د هغې پلار نیول شوی

د مهسا امیني پلار امجد امیني د سېپټېمبر په ۱۶مه ونیول شو: انځور له ارشیفه

ایراني چارواکو د سېپټېمبر پر ۱۶مه د مهسا امیني پلار ګرفتاره کړو. مهسا امیني هغه ایرانۍ نجلۍ وه چې تېر کال په همدې ورځ د پولیسو په توقیف کې په مرموز ډول مړه شوې وه.

مهسا امیني د ایران د مذهبي چارو پولیسو تېر کال د حجاب د ناسم استعمال په تور نیولې وه چې وروسته یې د سېپټېمبر پر ۱۶مه د پولیسو په حراست کې په مرموز ډول ساه ورکړه.

د مهسا امیني د تلین پر مهال داسې انګېرل کېده چې د مېرمنو د حقونو پالوونکې به د مظاهرو لپاره لارو کوڅو ته راووځي نو له همدې کبله ایراني پولیسو وار له مخې تیارۍ نیولې وې او د مېرمنو د حقونو فعالانې یې ګرفتاره کړې وې. راپورونه وايي، ایرانیو پولیسو د سېپټېمبر په ۱۶مه د مهسا امیني پلار امجد امیني په سقز ښار کې ونیولو.

تېره شپه د ایران په ځینو سیمو کې له مظاهرو وروسته په هغه هېواد کې سخت امنیتي ګامونه پورته شوي دي.

بلخوا تېره شپه ناوخته په تهران، مشهد، شیراز او ځینو نورو ښارونو کې مظاهره کوونکي د هغې پېښې خلاف راووتل او د امریت خلاف او د ښځو د ژوند، کار او ازادۍ په حق کې یې نعرې ووهلې.

د ۲۰۲۲ز کال د سېپټېمبر پر ۱۶مه په ایران کې د مهسا امیني تر مړينې وروسته پراخې مظاهرې شوې وې چې د کال تر پایه پورې روانې وې. په هغه مظاهرو کې تر ۵۰۰ زیات مظاهرچیان ووژل شول.

د هغې کورنۍ وايي چې امیني د پولیسو د تشدد له وجې مړه شوې خو د ایران حکومت ویلي ول چې هغې د زړه حملې له وجې سا ورکړې وه.

په ورته وخت کې امريکا ویلي، پر هغو ايراني افرادو، مقاماتو او ډلو بنديزونه لګوي چې د مظاهرینو په ځپلو کې لاس لري.

د امريکا ماليې وزارت د سېپتېمبر پر ۱۵ مه وویل، پر ۲۹ ایراني کسانو او ډلو بنديزونه لګوي. په بیان کې راغلي دي چې په هغو کسانو کې ۱۸ د ايران انقلابي ځواک او د ايران قانون نافذونکو ځواکونو مهم غړي او دار راز د دې هېواد د جيلونو د ادارو مشران شامل دي.

بنديزونه د ايران د انټرنېټي شبکې اړوند چارواکي او يو شمېر رسنۍ هم په نښه کوي.