تاجکستان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر فعالیت اندېښنه ښودلې

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان وویل چې داعش خراسان او انصارالله ډلو ګواښ جوړی دی: پخوانی انځور

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر فعالیت اندېښنه ښودلې ده.

رحمان د سېپټېمبر پر ۱۵مه په پلازمېنه دوشنبې کې د منځنۍ اسیا د پینځو هېوادونو مشرانو په غونډه کې وویل چې داعش خراسان څانګې او انصارالله ډلې ګواښ جوړ کړی دی.

په دې دوه ورځنۍ سرمشریزه کې چې د جمعې پر ورځ پای ته ورسېده، د کوربه هېواد تاجکستان ترڅنګ د ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان او قازقستان مشرانو هم برخه واخیسته. د اذربایجان ولسمشر الهام علییف غونډې ته د مشر مېلمه په توګه وربلل شوی وو.

تاجکستان د سېپټېمبر پر شپږمه ویلي ول چې د انصارالله درې وسلوالو هڅه کوله چې د افغانستان له خاورې تاجکستان ته د اګست په وروستیو کې داخل شي خو سرحدي ځواکونو وویشتل.

د منځنۍ اسیا په سرمشریزه کې د سرحدونو پر امنیت او د اوبو د انرژۍ د سرچینو پر سر خبرې وشوې.