اردغان وايي ترکیه ښايي له اروپایي ټولنې څخه لارې جلا کړي

ولسمشر رجب طیب اردغان په پراګ کې د وینا پر مهال - پخوانی انځور.

ولسمشر رجب طيب اردغان ويلي دي چې ترکيه ښايي له اروپايي ټولنې څخه لارې جلا کړي.

د نوموړي د دې خبرې معنا دا ده چې انقره پر دې فکر کوي چې له ۲۷ هېوادونو څخه په جوړه اروپايي ټولنه کې د ورګډېدو په اړه خپل درخواست بېرته واخلي.

ترکیه د ناټو غړې ده خو له اوږدې مودې راهیسې د اروپایي ټولنې د غړیتوب ترلاسه کولو هڅې هم کوي.

اردغان د سېپټېمبر پر ۱۶مه په نيو يارک کې د ملګرو ملتونو په ۷۸مې عمومي غونډه کې د ګډون لپاره تر تګ مخکې خبریالانو ته وويل چې وضعيت ارزوي او که اړتیا وه نو له اروپايي ټولنې به خپلې لارې جلا کړي.

اردغان دا خبره پر داسې مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې کړې چې په وروستیو کې اروپايي ټولنې د ترکیې په اړه یو رپورټ منظور کړ.

په رپورټ کې ويل شوي ول چې په اوسنيو حالاتو کې په اروپايي ټولنې د ورګډېدو بهیر بیا نه شي پیلېدای.