د عراق حکومت کردستان لپاره ځانګړې پیسې زیاتوي

د شمالي عراق په دوهوک ښار کې د تنخاوو لپآره د خلکو مظاهره

د عراق حکومت د کردستان لپاره ځانګړو کړو پیسو په زیاتولو سلا شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د عراق په شمال کې د کردستان سیمې چارواکي د تنخاوو ورکولو لپاره بودېجې ته ډیره اړتیا لري.

د عراق وفاقي حکومت دا پرېکړه د سیپتمبر پر ۱۷مه له هغه وروسته وکړه چې د روانې میاشتې په لومړیو ورځو کې په زرګونه خلک د کردستان د دریم لوی ښار دوهوک لارو کوڅو ته د ولسي خدماتو په برخه کې د تنخاوو نه ترلاسه کولو پر ضد راووتل. دوی د تنخاوو نه ملاوېدو تور په بغداد پورې کړی دی.

وفاقي حکومت په یوه بیان کې ویلي چې عراقي کردستان ته به هر کال دوه اشاریه یو ټریلیونه دینار ورکوي او دا به د ۷۰۰ اربو دینارو په دریو مساوي قسطونو کې ورکول کیږي.

کردستان د عراق برخه خو خودمختاره سیمه ده.