پولیسو د عوامي مسلم لیګ مشر شیخ رشید نیولی دی

شیخ رشید د تحریک انصاف حکومت په مهال د هغه ګوند اتحادي او وفاقي وزیر وو ـ پخوانی انځور.

پولیسو د عوامي مسلم لیګ مشر او د پاکستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر شیخ رشید په راولپېنډۍ کې نیولی دی.

د شیخ رشید وراره شیخ راشد شفیق د سیپتمبر پر۱۷مه په خپلې اېکس پاڼه په یوې ویډیو کې ویلي چې د اتوار په ماښام پولیسو شیخ رشید له خپل کوره ګرفتاره کړ او نامعلومه ځای ته یې وړی دی.

نوموړي زیاته کړې، اسلام اباد عدالت ویلي وو چې شیخ رشید ورته په هیڅ کیس کې مطلوب نه دی. شفیق زیاته کړه چې شیخ رشید د نهمې مې د پېښې په هغو ورځو کې په سختو ټکو کې غندنه کړې وه.

پولیسو د هغه د نیولو په اړه څه نه دي ویلي. شیخ رشید د تحریک انصاف حکومت په مهال د هغه ګوند اتحادي او وفاقي وزیر وو.

د مې پر نهمه د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان تر نیول کېدو وروسته د هېواد په بېلا بېلو ښارونو کې مظاهرې وشوې چې پکې ملکي، پوځي او شخصي املاکو ته زیان رسول شوی وو. که څه هم پخواني وزیراعظم عمران خان ویلي چې دا زیانونه د ده پلویانو نه دې رسولي خو پولیسو له دې مظاهرو وروسته د تحریک انصاف ګوند ګڼ پلویان ګرفتاره کړي.