چین کاشغر کې سیلګرۍ ته وده ورکوي خو پر یوغوریانو یې محدودیتونه هم لګولي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د چین حکومت په وروستیو کې د شېنجیانګ یا سېنکیانګ ولایت په کاشغر کې د سیلګرۍ د ودې هڅه کړې. د هغه ښار زیاتره اوسېدونکي یوغور مسلمانان دي. بیجنګ په تېرو کلونو کې ګڼ یوغوریان د بیا ښوونې او روزنې په مرکزونو کې ساتلي ول چې څېړونکو بندیخانې بللې. اوس حکومت په هغه ښار کې سیلانیانو ته د یوغور فرهنګ ښوول غواړي خو هلته اوس هم خلک په پوره ازادۍ له خپلو دودونو او عقیدې سره سم ژوند نه شي تېرولای. په اړه یې د اې اېف پي اژانس له ویډيو جوړ رپورټ وګورئ.