د بټګرام پولیسو مشرې سونيا شمروز خان ته نړيواله جایزه ورکړل شوه

سونیا شمروز خان په خپل دفتر کې - انځور له ارشیفه

د خېبرپښتونخوا بټګرام پولیسو مشرې، سونيا شمروز خان ته په نيوزيلينډ کې د کال تر ټولو ښې پولیسې نړيواله جایزه ورکړل شوه.

سونيا شمروز خان ته دغه جايزه په دنده کې په ښه کارکردګۍ او پر ښځو د تشد د مخنيوي له کبله ورکړل شوې ده.

نوموړې ته دغه جايزه د سيپتمبر په ۱۷مه د نيوزي لېنډ په اکلېنډ ښار کې د ښځينه پوليسو نړيوالې ادارې لخوا ورکړل شوه.

سونيا چې د (چترال ډي پي او) هم پاتې شوې، د نشه يي موادو د قاچاق پر ضد ډير کار کړی دی. هغې د جبري ودونو مخنيوي لپاره شکايتي څانګه جوړه کړې او په پاکستان کې دننه یې هم ځينې جايزې ترلاسه کړې دي. نوموړې له جيو ټيليوژن سره په خبرو کې ويلي دي چې مخکې به په بټګرام کې ښځې د رپورټ درجولو لپاره پوليس سټېشن ته نه ورتللې خو اوس ورځي.