جو بايډن: نړۍ دې د روسیې پر ضد د اوکراين سره ودرېږي

جو بایډن په ملګرو ملتونو کې د غونډې په وخت وينا کوي

د امریکا ولسمشر جوبايډن د روسیې پر ضد د اوکراين "د خلکو همت" ستایلی او ويلي یې دي چې واشنګټن به یې پوره ملاتړ کوي.

بایډن د سيپتمبر پر ۱۹مه، په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په غونډه کې وويل چې په داسې حال کې چې د اوکراین زړورو خلکو د خپل حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ازادۍ څخه دفاع ته دوام ورکړي، امریکا به په ټوله نړۍ کې له خپلو متحدینو او ملګرو سره یوځای د هغوی تر شا ودریږي.

بایډن له نړیوالو غوښتنه وکړه چې د روسیې د یرغل په وړاندی د اوکراین سره ودریږي. نوموړي د وینا پر مهال د بیلا بیلو هیوادونو له مشرانو وغوښتل چې په داسې حال کې چې جګړه د دوهم مني په لور روانه ده باید د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او د هغه د ملت په ملاتړ کې ټینګ ودریږي.

بایډن وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هغه وسله وال ځواکونه فکر کوي چې نړۍ به د اوکراین له ملاتړ څخه ستړي شي او دا د ملګرو ملتونو د غړو هیوادونو دنده ده چې د پوتین د تیري په وړاندې ټینګ ودریږي.

نوموړي پوښتنه راپورته کړه: "که چیری موږ د اوکراين د ټوټه ټوټه کیدو اجازه ورکړو نو ایا د کوم ملت خپلواکي خوندي پاتې کیږي؟ هغه وویل چې ډیر په درنښت تجویز ورکوي چې ددې ځواب نه دی. موږ ته نن د روسیې د څرګند تیري پر وړاندی ځکه ودریدل دي چې سبا له د نورو ممکنه تیري کوونکیو مخه ونیول شو."

د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډه د دویم کال لپاره په اوکراین کې د جګړې تر سیوري لاندې پیل شوې، او د ګډونوالو د خبرو تمرکز هم دغه شخړه ده.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو د جګړې په جریان کې د بشردوستانه مرستو تنظیم کولو مشري کړې خو په جګړه کې یې د منځګړي په توګه کار نه دی کړی. بایډن به د دې اونۍ په وروستیو کې په واشنګټن کې د اوکراین د ولسمشر ولدومیر زیلینسکي سره وګوري څوک چې د سيپتمبر پر ۱۹مه، د بایډن د وینا پر مهال په غونډه کې موجود وو.