ايران وايي ايټمي پروګرام یې د سوله ييزې انرژۍ لپاره دی، بند به یې نه کړي

د ایران ولسمشر د سیپتمبر پر ۱۹مه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وېنا کوي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي ویلي چې هېواد به یې هیڅکله د سوله ییزې ايټمي انرژۍ د لرلو له خپل حقه لاس وانخلي.

نوموړي د سیپتمبر پر ۱۹مه، له امریکا وغوښتل چې ''په باوري ډول وښيې'' چې د ۲۰۱۵ کال ايټمي تړون بحالول غواړي. رییسي د ملګرو ملتونو کلنۍ عمومي غونډې ته د وېنا پر مهال وويل چې له تړونه د امریکا وتل د هغه هېواد ژمنې زیانمنې کړې او دا د ایران لخوا د خپلو وعدو پوره کولو ته د دوی "نامناسب ردعمل " وو.

ایران له اوږدې مودې راهیسې د ايټمي وسلو له جوړولو انکار کوي او ټینګار لري چې د دوی نيوکلير پروګرام په بشپړه توګه د سوله ییزه مقصد لپاره دی.

خو د ملګرو ملتونو د ايټمي انرژۍ ادارې مشر رافایل ګروسي له ایسوسېټېډ پریس خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي چې د ایران حکومت د دې ادارې نصب کړې ډېرې کیمرې او د څارنې بریښنایي سیسټمونه لېرې کړي دي. د نوموړي په وينا له دې امله د هغه هېواد ايټمې پروګرام په اړه د ايراني چارواکو په خبرو باور کول ناممکن شوي دي.