اردغان: د اسرایلو او ترکیې اړیکې مخ په ښه کېدو دي

اردغان او نتنياهو په نيويارک کې د خبرو په وخت

د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردغان د اسرايل وزيراعظم بينيامين نتنیاهو سره تر ملاقات وروسته ويلي چې د دواړو هېوادونو تعلقات مخ په ښه کېدو دي.

د سيپتمبر پر ۱۹مه، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې په څنګ کې د شوي ملاقات پر مهال دواړو مشرانو فیصله وکړه چې د تجارت، انرژۍ او اقتصادي چارو په برخه کې به دوه اړخيزه اړيکې لاپسې ښې کوي. د نتنیاهو دفتر وايي چې دواړو د يو بل هېوادونو ته د ژر تر ژره سفرونو کولو بلنې ورکړې.

د دواړو هېوادونو ترمینځ تر يوې لسيزې تاوتريخوالي وروسته پر لوړه کچه تر ليدنو وروسته اړیکې ښې شوې دي. په ۲۰۲۲ کال کې د اسراييل ولسمشر اسحاق هرزوق د انقرې سفر کړی وو.