د جنوبي وزیرستان په شکتوی کې درې پوځیان ژوبل شوي

په جنوبي وزیرستان کې د سېپتېمبر پر ۱۶مه پوځیانو پر سړک ناکه لګولې ده.

د خیبر پښتونخوا بره جنوبي وزیرستان په شکتوی تحصیل کې د پوځ پر ګاډي په بمي برید کې درې سرتیري ژوبل شوې دي.

د سیمې پولیسو د سېپټېمبر پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې په جنته مارکیخېل کې د سړک غاړې ته ښخ شوی بم پر پوځي ګاړي چاودیدلی دی.

چارواکیو د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې په ژوبلو کې د نایب صوبېدار سید زمان په ګډون درې پوځیان ژوبل شوي دي او په سیمه کې یې د لټون عملیات پیل کړي خو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي.

بلخوا د شکتوی د بمي چاودنې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) منلې ده. د یادې وسله والې ډلې ویاند محمد خراساني رسنیو ته په استولي بیان کې ادعا کړې چې په برید کې یې شپږ سرتیري وژلي دي.

مشال راډیو په خپلواکه توګه د تحریک طالبان پاکستان د ادعا تصدیق نه شي کولای.