صومالیا کې چاودنې ۲۱ تنه وژلي دي

صومالیا کې په تېرو کلونو کې هم موټر بمي بریدونه شوي دي - پخوانی انځور.

چارواکي وايي، د صومالیا په بلدوین کې په بمي چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۲۱ ته رسېدلی دی.

اسوشيېټېډ پرېس اژانس د صومالیايي چارواکو له خولې ویلي دي چې د سېپټېمبر پر ۲۴مه له یوې امنیتي پوستې سره نېږدې له بارودو د ډک ټرک په چاودنه کې ۵۲ تنه ژوبل شوي هم دي.

د صومالیا د بشري مرستو او ناورینونو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکو زیاته کړې ده چې په ژوبلو کې د ۱۷ روغتیايي حالت ښه نه دی.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د چاودنې ذمه واري نه ده منلې خو په صومالیا کې له القاعدې سره تړلې الشباب وسلواله ډله فعاله ده.