د پنجاب حکومت په اويسټين ستنو بندیز لګولی

اویسټین ستنې د ديد د کمزورۍ مخنيوي لپاره دي - انځور له ارشیفه

د پنجاب نګران حکومت په صوبه کې د اويسټين په نوم ستن يا انجیکشن په جوړولو او کارولو تر دوو اوونيو پورې بندېز لګولی دی.

دا تر هغې وروسته ده چې د چارواکو په وينا، د دې ستنې له کارولو وروسته د پنجاب په قصور، لاهور او جنګ ضلعو کې ځینې کسان شبکور او ځيني ړانده شول. چارواکي وايي دوی غواړي وګوري چې دا مسله د ستنې، د دوايي او که په خرابه طریقه له لګولو پيدا شوې ده.

د پنجاب لنډمهالي حکومت کابينې د سیپتمبر پر۲۴مه، په دې اړه بېړنۍ غونډه وکړه. نګران اعلا وزیر محسن نقوي پر ټولنيزه شبکه اېکس لیکلي چې په غونډه کې د هغو چارواکو پرضد د سمدستي اقدام کولو فیصله شوې چې خلکو ته له جراثیمو څخه د پاکو ستنو د رسولو ذمه واري لري.

نوموړي زیاته کړې چې پر دغو ستنو تر راتلونکو دوو اوونيو پورې بنديز وي. د هغه په وينا دا بندیز به تر هغه دوام کوي تر څو يې د طبي معیار په اړه نتیجې نه وي ترلاسه کړې.

د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې دا ستن يا انجیکشن د شکرې ناروغانو ته د سترګو ديد د کمزورۍ مخنيوي لپاره لګول کېږي. خو د پنجاب له بېلابېلو سیمو د دې ستنې د لګونکو خلکو لخوا راپور ورکړل شوی چې د درملنې پر ځای یې زیان شوی دی.