د هند ښځو کرکټ لوبډلې له سريلنکا د اسیايي لوبو فاینل وګاټه

د هند کرکټ لوبډلې لوبغاړې

د هند ښځو کرکټ ملي لوبډلې د اسیايي جام په پايلوبه کې سري لنکا ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو میډال وګاټه.

د سيپتمبر پر ۲۵مه شوې دې ۲۰ اووره لوبه کې هند لومړی بېټينګ وکړ او د ۷ لوبغاړو په اوټ کېدو یې ۱۱۶ منډې جوړې کړي. د هند لخوا تر ټولې ډېرې منډې سیمريتي ميدانا وکړي چې ۴۶ وې.

سري لنکا دا هدف پوره نه شو کړلی. دوی په ټولو ۲۰ اوورونو کې د ۸ لوبغاړو په اوټ کېدو ۹۷ منډې وکړي. په دې توګه یې دا سیالي په ۱۹ منډو وبایلله.

تر دې مخکې سري لنکا پاکستان او هند بنګله دېش ته په سیمي فاینل یا نيمه پايلوبه کې په ماتې ورکولو سره فاينل ته رسېدلې وه.

د سیپتمبر پر ۲۵مه شوې يوه بله لوبه کې، بنګله دیش پاکستان ته په ماتې ورکولو درېيم ځای خپل کړ.