سوات بورډ د ۱۱م او ۱۲م ټولګیو نتیجې اعلان کړي دي

یوه نجلۍ په سوات کې د تعلیم مبارزې ملالې یوسفزۍ په نوم د نجونو کالج مخې ته تېرېږي او ورسره شاوخوا ته پولیس هم ولاړ دي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د سوات د ثانوي او اعلا ثانوي تعلیمي چارو بورډ د روان کال د ۱۱م او ۱۲م ټولګیو د امتحانونو نتیجې اعلان کړي دي.

د سوات بورډ د سوات، بونېر او شانګلې ضلعو د تعلیمي ادارو له زده کوونکو څخه امتحانونه اخلي.

په دې لړ کې د سېپتېمبر پر ۲۶مه په مینګوره کې غونډه وشوه او د سوات بورډ د امتحانونو ناظم محمد اسحاق نتیجې اعلان کړې.

د پایلو له مخې د ساینس او د پري میډیکل یا د طب تر لوست مخکې د تعلیم څانګو په امتحانونو کې ۸۷ سلنه او د کمپیوټر ساینس، ټولنیزو علومو (ارټس) او تر انجینرۍ لوستلو مخکې د تعلیم د څانګو ۷۷ سلنه زده کوونکي کامیاب شوي دي.

په مجموعي توګه د سوات بورډ په سږنیو امتحانونو کې لومړی، دویم او درېیم مقامونه نجونو ترلاسه کړي دي.

د خیبر پښتونخوا د اعلا ثانوي زده کړو سېکرټر ارشد خان وايي، حکومت زده کوونکو ته مناسب سهولتونه ورکړي دي.''خیبر پښتونخوا د خپل بجټ درېیمه برخه تعلیم ته ورکوي. تر دې لوی فوقیت هډو شته نه. موږ به دغو ماشومانو ته روایتي تعلیم نه ورکوو بلکې په نړۍ کې چې د مصنوعي ذهانت، روباټ جوړولو او ساینس کوم پرمخ تللي علمونه دی، هغه به ورته ورکوو.''

د سوات تعلیمي بورډ چارواکو د لومړي، دویم او درېیم مقام ګټونکو زده کوونکو ته انعامونه هم ورکړي دي.