ایران د ځمکې مدار ته پوځي سپوږمکۍ لېږدولې ده

ایران تر دې مخکې هم فضا ته سپوږمکۍ لېږدولې دي - پخوانی انځور.

د ایران دولتي رسنیو د مخابراتو وزیر عیسا زارع پور له خولې ویلي دي چې انقلاب ساتونکي ځواک د سېپټېمبر پر ۲۷مه په بریا د ځمکې مدار ته درېیمه پوځي سپوږمکۍ لېږدولې ده.

دولتي رسنیو ویلي دي چې د نور-۳ په نوم انځور اخیستونکې سپوږمکۍ د ځمکې له سطحې څخه ۴۵۰ کېلومیټره پورته په مدار کې حرکت کوي چې د قاصد راکټ په وسیله لېږدول شوې ده.

ایران په ۲۰۲۲ز کال کې د نور-۲ په نوم بله سپوږمکۍ د ځمکې مدار ته استولې وه.

د امریکا پوځ وايي، همدا د اوږد واټن بیلېسټېک توغندیو ټېکنالوژي چې په مرسته یې سپوږمکۍ لېږدول کېږي، ښايي تهران د اټومي وسلو په ګډون د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو ویشتلو وړ کړي.

تهران د واشنګټن دا دعوه رد کړې ده چې ګواکې دا کار د بیلېسټېک توغندیو جوړولو د پټولو یا پرده کولو لپاره کوي او وايي، هېڅکله یې د اټومي وسلو جوړولو چارې پر مخ نه دي وړې.