پېښور کې یوه اداره افغانو ښځو ته وړیا هنري تعلیم ورکوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د ثنا سکېلز یا هنرونو اکاډمۍ په نوم په یوه مرکز کې لسګونه افغان کډوالې نجونه او ښځې په وړیا ډول کسبونه او هنرونه زده کوي. د مرکز چلوونکې وايي، تر اوسه ۱۰۳ افغانو نجونو او ښځو زده کړې بشپړې کړې دي او اوس کورنیو ته پیسې ګټي. دوی زیاتوي چې مالي مرستې ته اړتیا لري چې زیاتو ښځو ته هنرونه او کسبونه وښوولای شي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.