په هالینډ کې یو وسلوال ۳ تنه وژلي دي

ځانګړي پولیس او د اور وژنې ډلې غړي د سېپتېمبر پر۲۸مه په روتردام کې تر ډزو وروسته د پېښې ځای سره نېږدې ولاړ دي.

د نېدرلینډز (هالینډ) پولیسو ويلي چې د هغه هېواد په روتردام ښار کې یو وسلوال په یو اپارتمان او روغتون کې درې کسان وژلي دي.

د سېپتېمبر پر ۲۸مه د ډزو په نتيجه کې د بندري ښار روتردام په مرکز کې له ايراسموس روغتونه ناروغان او ډاکټران وتښتېدل.

د پولیسو مشر فریډ وېسټربېک خبریالانو ته ويلي چې برید کوونکی ۳۲ کلن زده کوونکی وو چې لومړی یې له خپل استوګنځي سره نېږدې په يو اپارتمان کې يوه ۳۹ کلنه ښځه ووژله او د هغې ۱۴ کلنه لور يې سخته ژوبله کړه.

د پوليسو په وينا، ژوبلې نجلۍ وروسته د ټپونو له امله ساه ورکړه. ډزې کوونکی کس وروسته ايراسموس طبي مرکز ته لاړ او هلته یې یو ۴۳ کلن سړی وواژه.

پولیس زیاتوي چې هغه مشکوک بریدګر یې نیولی دی.