اېټالیا: په بیړۍ کې تر اور لګېدو وروسته ۱۷۷ کسان ژغورل شوي دي

اروپايي هېوادونو ته زیاتره کډوال د اېټالیې او یونان د سمندرګیو له لارې ورځي ـ پخوانی انځور.

د اېټالیا ساحل ساتونکی ځواک وايي، د کډوالو په يوه بېړۍ کې یې تر اور لګېدو وروسته ۱۷۷ کسان ژغورلي دي.

چارواکي وایي، په ژغورل شویو کې ۲۷ د بېړۍ کارکوونکي او ۸۳ هغه کډوال دي چې له لمپادوسا څخه لېږدول کېدل.

هغه بېړۍ د اېټاليا له لمپادوسا ټاپو څخه د سېسلي سیمې پورتو امپېدوکلې ښار پر لوري روانه وه چې د سېپټېمبر پر ۳۰مه پکې اور ولګېد.

دا په داسي حال کې ده چې د اګست پر پینځمه د اېټالیا په سمندرګي کې له تيونسه اروپا ته د تلونکو کډوالو دوه کښتۍ چپه شوې چې پکې ۹۰ کسان سپاره ول. په هغه پېښه کې دوه تنه وژل شوي ول.

داراز، د جون پر ۱۴مه په يونان کې د کډوالو يوه کښتۍ ډوبه شوې وه چې خواوشا ۷۵۰ کسان پکې سپاره ول. په هغه پېښه کې شاوخوا ۳۰۰ کسان ووژل شول چې ګڼ پاکستانيان هم پکې ول.

د اېټالیې وزیراعظمې جورجیا مېلوني په سېپټېمبر کې پر اروپايي ټولنې غږ وکړ چې دناقانونه کډوالو د ورتګ د مسلې په هواري کې دې ورسره مرسته وکړي.

د سېپټېمبر له ۱۱مې څخه تر ۱۴مې پورې له شمالي افریقا څخه په ۱۹۹ کښتیو کې ۸،۵۰۰ ناقانونه کډوال د پناه اخیستو لپاره د لمپادوسا ټاپو ته رسېدلي ول او چارواکي وايي چې هغه شمېر د ټاپو له خپلې ابادۍ زیات دی.

هغه مهال د اېټالیا د سره صلیب ادارې ویلي ول چې په ټاپو کې د کډوالو په ۴۰۰ مرکزونو کې شاوخوا ۱،۵۰۰ کډوال پراته دي.

د فرانسې خبري اژانس وايي، سږ کال له شمالي افریقا څخه اېټالیې ته پر لاره څه باندې ۲،۰۰۰ کډوال په اوبو کې د ډوبېدو له کبله مړه شوي دي.