د اروپايي ټولنې بهرنيو چارو وزیران د اوکراین په پلازمېنه کييف کې غونډه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې روسیې د اوکراین په جنوب کې بريدونو ته دوام ورکړی دی. د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزف بورل ننۍ (د اکتوبر دويمې) غونډه تاریخي بللې ده.
هغه پر خپل اېکس چې پخوانی نوم یې ټویټر په لیک کې، اوکراین د ټولنې د کاندید او په راتلونکي کې د غړي هېواد په توګه یاد کړی دی. بورل زیاته کړې چې کييف ته ځکه ورغلي چې له اوکرایني ولس سره پیوستون او ملاتړ څرګند کړي.
هغه دا اعلان داسې وخت کړی چې روسيې د اکتوبر پر لومړۍ نېټه شپې مهال پر خېرسون تازه حملې کړې چې پکې يو کس وژل شوی او ځینې نور ټپیان دي.