په اېټالیا کې ټرافیکي پېښې ۲۱ کسان وژلي دي

چارواکو د اکتوبر څلورمې پر سهار وختي هم له بس سره نېږدې عملیاتو ته دوام ورکړی وو.

د اېټالیا له وینس ښار سره نېږدي په ټرافیکي پېښه کې ۲۱ تنه وژل شوي دي.

چارواکي وایي د اکتوبر پر درېیمه د سیلانیانو یو بس له لوړ سړکه پرېوت چې پکې ۱۸ تنه ژوبل هم شول.

د وینس ښار یو چارواکي رېناتو بوراسو ویلي دي چې په وژل شویو کې دوه ماشومان دي او په ژوبلو کې د څلورو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

نوموړي وویل، له وژل شویو څخه یې ځینې اوکراینيان هم دي.

بوراسو زیاته کړه چې هغه سیلانیان د مېلې ځای ته په لار ول چې بس یې له لوړ سړکه پرېوت.