فرانسه وایي ارمنیا ته د پوځي سامانونو ورکولو ته چمتو ده

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیره (کیڼې خوا ته) له خپل ارمنیايي سره د اکتوبر پر درېیمه په یرېوان کې خبري غونډې ته وینا کوي.

فرانسې ویلي دي چې هېواد یې تیار دی چې ارمنیا ته د پوځي سامانونو لېږد پیل کړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرې کیترین کولونا د اکتوبر پر درېیمه ارمنیا ته د سفر پر مهال وویل، یرېوان ته د پوځي سامانونو د ورکولو هدف یې د ارمنیا دفاعي وړتیاوې زیاتول دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرې تر هغې وروسته یرېوان ته سفر کړی چې تېره میاشت اذربایجان له هېواده جلا شوې سیمه نګورنو قره باغ تر عملیاتو وروسته په بشپړ ډول ونیوله. د دې وروسته لسګونه زره ارمني توکمه وګړي له سیمې ووتل او ارمنیا ته کډه شول.

کولونا د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه خو و یې ویل چې هغې د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې له مشر جوزف بورېل څخه غوښتنه کړې چې په سیمه کې د هغې ټولنې ماموریت پراخ کړي او وړاندیز یې کړی چې د مالدووا په څېر ارمنیا هم د ټولنې د سولې په مېکانیزم کې شامله کړي.