د کرکټ نړيوال جام سیاليو کې نن پاکستان او هالينډ (نېدرلينډز) سيالي کوي

د اکتوبر پر شپږمه په هند کې د پاکستان او هالينډ ترمينځ د ۲۰۲۳ز کال د يورځني کرکټ نړيوال جام سيالي ده.

په هند کې د ۵۰ اووره يا يو ورځني کرکټ نړيوال جام سیاليو کې پاکستان او هالينډ (نېدرلينډز) له يو بل سره سيالي کوي.

د اکتوبر پر شپږمه، د حیدراباد په راجیو ګاندي نړیوال لوبغالي کې دا سيالي د پېښور پر وخت د ماسپښین پر یوه نیمه او د کابل پر يوه بجه پېل شوې ده.

هالينډ پچه وګټله او لومړی يې پاکستان ته د بېټينګ کولو بلنه ورکړې ده.

د اکتوبر پر پینځمه، د هند د ګجرات ایالت د احمد اباد ښار په نرېندرا مودي لوبغالي کې د انګلستان (انګلینډ) او نیو زیلينډ تر مينځ د جام لومړۍ سیالي نيو زيلينډ د نهو وکټونو په توپير وګټله.

انګلستان لومړی بېټينګ وکړ او په ټاکل شويو ۵۰ اوورونو کې يې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۲۸۲ منډې وکړې. په ځواب کې د نيو زيلينډ لوبډلی ټاکل شوی هدف په ۳۷م اوور کې د يوه لوبغاړې په سوځېدو پوره کړ.

افغانستان به خپله لومړۍ سیالي د اکتوبر پر اوومه د هېماچل پردېش په غرییز ښار درمشالا کې د بنګلادېش پر وړاندې کوي.

د ۵۰ اووره کرکټ نړيوال جام سيالۍ هر څلور کاله وروسته کېږي. انګلستان په ۲۰۱۹ز کال کې نیو زيلينډ ته په ماتې ورکولو د نړيوال جام پایلوبه ګټلې وه.

د کرکټ نړيوال جام سيالۍ به د نومبر تر ۲۰مې روانې وي. په دې سياليو کې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي.

د دې سياليو په لومړي پړاو کې به هره لوبډله له نورو لوبډلو سره سیالي کوي او په پای کې به د سر څلور لوبډلې نيمه پايلوبې او بيا وروسته به دوه لوبډلې پايلوبې ته لاره مومي.